23 اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟ راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه، زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،
خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو، تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.
اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟
مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى، لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.
ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم، او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“