18 زمونږ زړونه ستا نه نۀ دى اوړېدلى، او زمونږ قدمونه ستا د لارې نه نۀ دى اخوا شوې.
مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.
ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى.
زما دشمنان ډېر دى څوک چې ما ازاروى خو زۀ ستا د شريعت نه اوړېدلے نۀ يم
کبرژن زما د حد نه زيات سپکاوے کوى، خو زۀ به ستا د شريعت نه وانۀ وړم.
خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.
هغوئ د خپل پلار نيکۀ غوندې بېوفا او بېايمانه وُو، لکه د خرابې ليندې په شان نا باوره وُو.
هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.
او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.
د لوط ښځه راياده کړئ.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بېعېبۍ وو.