16 ځکه چې خلق راپورې ټوقې مسخرې کوى، او زما دشمنان رانه د بدل اخستو کوشش کوى.
کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم.
اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بېحرمتى کوى؟
مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،
تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.
اوس، مالِکه خُدايه، مونږ ته غوږ ونيسه او چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې ژوندى خُدائ پاک ته د بېعزتۍ دپاره کوى.