1 اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
بيا ابىسلوم اخىتُفل ته وروګرځېدو او ورته يې ووئيل، ”تۀ مونږ له خپله مشوره راکړه چې مونږ څۀ وکړُو؟“
جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول.
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
اے مالِکه خُدايه، زما د بېګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بېشکه باور کړے دے.
اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.
مالِکه خُدايه، زما خُدايه د خپل عدالت په مطابق زما د بېګناهۍ اعلان وکړه، چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.
تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.
پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته، د خپل عرش نه په هغوئ بادشاهى وکړه.
مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى. تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بېګناه يم، اے لويه خُدايه.
ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.
زما پاکه خُدايه، ما د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړه، او د بدکارانو او ظالمانو د قبضې نه مې خلاص کړه.
خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.
ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.
ځکه چې د هغوئ بچ کوونکے زورَور دے او هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمې طرفدارے وکړى.
ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.
زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بېعېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“