7 ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم، موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.
تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.
ستا غضب په ما بار شوے دے، او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم.
د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.
د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.
تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.
په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله.