6 زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
نو داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه په پورې وتلو شروع وکړه او تر سحر د رڼا پورې ټول بلې غاړې ته پورې وتل.
کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمىاېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.
دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه، ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“