زبور 42:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله، Faic an caibideil |
تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.
هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربانګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بېايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“