Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 42:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 42:3
16 Iomraidhean Croise  

کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“


ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.


قومونه ولې وائى چې، ”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“


زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.


دوئ وائى چې، ”لرلو يې په مالِک خُدائ اطمينان آيا دا هغه څوک دے، خو مالِک خُدائ دې اوس دے بچ کړى. ځکه چې مالِک خُدائ بې‌شانه مينه ورسره کوى.“


ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“


د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“


تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.


غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“ زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه، چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،


تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل، او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.


چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے، طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده، ستا د قربان‌ګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،


هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى.


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“


بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.


داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan