زبور 41:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى، او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى، او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى. Faic an caibideil |
ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“