5 زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى، او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“
د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى.
هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟
ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.
نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.
زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى. ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.
زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم، کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.
او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.
ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه، خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه، د خپلې وينځې زوئ بچ کړه.
په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم،
د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.