12 تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.
هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.
اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله.
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.
او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى، خو د صادقانو به حفاظت وکړى.
ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.