11 چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم، تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى، څوک چې به مونږ د هغوئ د غاښونو شلولو ته ورنۀ کړى.
مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان، چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام. دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.
زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.
چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل، ”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“ او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ ژوندے تير کړو.“
ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.
د مالِک خُدائ حمد ووايئ. د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ. هغه غريبانان د شريرانو د لاس نه بچ کوى.
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.