9 ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو،
زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.
تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.
زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.
زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.
نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم. زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.
د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے، نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“
”خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. هغۀ ته پته ده چې مونږ داسې ولې وکړل او مونږ غواړُو چې تاسو ته هم پته ولګى. کۀ مونږ سرکشى وکړه او په مالِک خُدائ باندې مو ايمان ونۀ لرلو، نو مونږ نور ژوندى مۀ پرېږدئ.