7 ما درته ووئيل چې، ”ګوره زۀ حاضر يم، لکه څنګه چې په تورات کښې ليکلے شوى دى نو هغه وکړم.
زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“
ستاسو د غوجل غوَيى ته زما ضرورت نشته او نۀ مې حاجت شته ستاسو د شپول يو چېلى ته
پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.
صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.
بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“
تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.
د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“
نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“