5 اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى.
دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“
هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بېشمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.
دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.
زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم، ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم، کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.
خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.
اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى.
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.