4 هغه سړے به بختور وى د چا چې ايمان په مالِک خُدائ وى، څوک چې مغرورانو ته رجوع نۀ کوى، د هغه کبرژنو څوک چې د بُتانو په وجه ګمراه شوى دى.
تۀ کبرژن او لعنتيان رټې او هغوئ څوک چې ستا د حُکمونو نه اوړېدلى دى.
خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.
په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ، په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،
زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده، او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه. زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.
هغه څوک چې د بېکاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى.