Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 40:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 40:14
16 Iomraidhean Croise  

څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى، او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى.


د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.


ما د تُورې د خولې نه بچ کړه، د دغه سپو نه زما قيمتى ژوند بچ کړه.


څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.


څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.


پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه، مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.


څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى، څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.


زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.


څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.


او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.


کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan