13 ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.
اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه، تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.
زر راشه او زما مدد وکړه، اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکيه.
پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے، زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.
زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.