11 مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى.
بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.
خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې.
هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.
هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.
خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره، په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.
اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“
مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.