Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 39:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 39:9
8 Iomraidhean Croise  

بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“


هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“


خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.


خو زۀ لکه د يو کُوڼ په شان هيڅ نۀ اورم، او زۀ د يو ګونګا په شان شوے يم څۀ نۀ وايم.


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan