Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 39:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 39:7
12 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.


کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.


د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.


زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په حُکمونو باندې عمل کومه


ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے


زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه. اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.


قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.


ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بې‌معنې دى او لويه بد قسمتى ده.


دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده.


په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.


خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan