Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 39:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 39:6
31 Iomraidhean Croise  

يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،


زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.


ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.


خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.


انسان دے لکه د هوا په شان، د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.


کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى، او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.


ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.


ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.


د خپل زړۀ نه خفګان او د وجود نه غم درد لرې ساتئ ځکه چې ځوانى او تور سر د يوې لحظې دپاره وى.


راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.


نو معلِم وائى، ”هر څۀ بې‌معنې دى، دا هر څۀ بې‌معنې دى.“


خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.


ما د خپل ځان دپاره سپين زر، سرۀ زر، او د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او ما سره نورې داسې ډېرې ښائسته وينځې وې چې سړے يې ارمان کوى.


ځکه چې هغوئ دا ټولې پېسې په يو ناکاميابه کاروبار کښې بائيلى او په آخر کښې د هغوئ سره هيڅ هم نۀ وى چې خپلو بچو ته يې پرېږدى.


چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.


کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟


نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.


او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.


خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.


ستاسو سرۀ زر او سپين زر زنګ شول او د دې زنګ به ستاسو خلاف ګواهى ورکوى، او دا به ستاسو غوښې لکه د اور په شان وسوزوى. تاسو په دې آخرى ورځو کښې خزانې رايوځائ کوئ.


ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى


او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan