13 ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم، د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“
خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“
يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.
”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.
مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.
تۀ به ما له د يوې لحظې موقع رانۀ کړې چې ساه پکښې واخلم؟
زۀ په دې زمکه مسافر يم، ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.
زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.
تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.