11 تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،
زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.
زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.
نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
کۀ مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تېروم.
هم خُدائ تعالىٰ زما ملګرتيا کوى، نو څوک به ما مجرم ثابت کړى؟ په ما باندې ټول اِلزام لګوونکى به ورک شى هغوئ به داسې ختم شى لکه چې کپړه چينجو خوړلې وى.
زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم.
نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بېژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.