8 زۀ کمزورے شوے بلکل تباه شوے يم، زۀ زبيرګى کوم په زړۀ باندې غمژن يم.
ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
زما زړۀ بېقراره او په تکليف دے، او سخت وخت په ما باندې راغلے دے.
زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم.
خو چې کله ما خپله ګناه پټوله، نو زما بدن کمزورے کېدلو او ټوله ورځ هډوکو به مې درد کولو.
مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غورغور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.