6 زۀ کوږ شوے خراب شوے يم، زۀ د درد په وجه ټوله ورځ غمژن يم.
زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم.
زما بدن د دانو او چينجو نه ډک دے، زما څرمن سخا شى او بيا وشليږى.
نو څۀ خلق د خپلو بدعملو په وجه کم عقل شول او د خپلو خطاګانو په وجه په مصيبت کښې ګېر شول.
مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې راپرېوځى، او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.
ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو، ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.
زۀ داسې خفه وم لکه څنګه چې څوک وى، خفه په غم د دوستانو يا د ورور. داسې مې سر ټيټ کړے وو لکه څنګه څوک چې وير کوى د خپلې مور.
ولې خفه کېږې زما روحه؟ دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
څوک چې زما مضبوط ګټ دے، زۀ به خُدائ پاک ته داسې ووايم، ”ولې دې هېر کړے يم زما دشمنان په ما دومره ظلم ولې کوى چې زۀ غمژن ګرځم؟“
تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟ نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟
زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.
ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.