3 ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.
عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربانګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو.
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
زما ژوند د لوګى په شان فنا کيږى، زما هډُوکى لکه د سکروټو په شان بليږى.
زما په زوره زبيرګو په وجه، تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.
هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.
ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.
رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.