19 زما دشمنان ډېر او تکړه دى، ډېر دى چې بېوجې ما نه نفرت کوى.
بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه، چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.
ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.
مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى، مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.
څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بېسببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.
ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.