15 زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه. اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.
ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه، کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.
خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم.
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.