14 زۀ د يو داسې کس په شان شوے يم چې اورېدے نۀ شى، او په خولۀ باندې هيڅ جواب ورکولے نۀ شى.
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.
په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.
هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.