12 دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.
لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى، نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى، رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.
بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بېلارې نۀ شومه
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.
لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم، زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.
د خېر خبرې نۀ کړى د شر خبرې کوى، وائى دروغ د هغو پسې څوک چې ژوند په امن کوى.
څوک چې ما قتلول غواړى بېعزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.
زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى، او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“
پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشتهدار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى.