10 زړۀ زما درزيږى زما زور په ختمېدو دے، تر دې چې مې نظر د سترګو په ختمېدو دے.
ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه
ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو، ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.
څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.
مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.