23 کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى.
زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى
کاش چې زما لارې پخې شى چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى، او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږۀ وى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى د چا چال چلن چې بېداغه وى.
انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.
او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.
نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“