2 ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.
ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.
ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى