Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 37:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هر وخت د مالِک خُدائ د نېکانو په ژوندون باندې نظر وى، او هغوئ ته به هغه ميراث ورکړے شى چې ابدى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 37:18
22 Iomraidhean Croise  

بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.


تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.


تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.


چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.


ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.


زۀ به ستا ابدى مينه کښې خندا او خوشحالى کوم، ځکه چې تا په تکليفونو کښې وليدم، او تۀ زما د زړۀ په مشکلاتو کوې پام.


مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى، ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.


نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى، کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


نو نېکان به په مُلک کښې اوسيږى، او بې‌داغه خلق به په کښې پاتې شى.


ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.


په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.


ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.


ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.


د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


او کومه وعده چې هغۀ مونږ سره کړې ده هغه د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan