او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى.
هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى.