Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 37:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 37:10
25 Iomraidhean Croise  

او ياهُو خپل آفسر بِدقر ته ووئيل، ”د هغۀ لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې وغورزوه چې د نبوت دے. هغه راپه ياد کړه چې کله تۀ او زۀ د يورام بادشاه پلار اخى‌اب پسې روان وُو، نو مالِک خُدائ د اخى‌اب خِلاف دا کلام وکړو،


نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.


خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟


د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى.


هغوئ بيا واپس خپلو کورونو ته نۀ شى راتلے، او هغوئ به هيڅکله نۀ ښکارى.


تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“


کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.


نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بې‌وقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى


خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،


د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى.


د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan