7 خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بېحسابه دى.
وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه، هم دا تا کړې دى لوئ کارونه. ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.
مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“