Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 36:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 36:2
15 Iomraidhean Croise  

د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.


کله چې هغه ژوندے وو خپل ځان يې بختور ګڼلو، خلقو يې صِفتونه کول کله چې مالداره وو.


د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.


”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،


بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.


خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“


ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.


نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.


يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.


پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan