12 ګوره، هغوئ چې بد کوى او بدکاران دى څنګه راوغورزېدل، د بيا پاڅېدو نۀ دى سر د لاندې راوغورزېدل.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى، ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى، او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى، او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.
هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول، هغوئ زما د پښو د لاندې شول.
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.
نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.