Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 36:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 36:10
17 Iomraidhean Croise  

تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.


څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.


نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو.


هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.


او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.


نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى.


کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan