Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 35:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د هغوئ خلاف څوک چې ما پسې دى خپله تُوره او نېزه دې راواخله. چې تۀ زما خلاصونکے يې خُدايه، په دې ما مطمئن کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 35:3
13 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.


تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بې‌شمېره رَمې ورکړې دى.


چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.


ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه. او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.


زما عزت او خلاصون د خُدائ له طرفه دے، هغه زما غټ ګټ او پناه ګاه دے.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم، او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“


خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“


ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو


چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan