7 د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.
په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.
بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.
ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې، او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.
د کونډې يا يتيم سره بد سلوک مۀ کوئ.
کۀ تاسو د قرض په ضمانت کښې د چا نه چُوغه واخلئ، دا به تاسو د نمرپرېواتو نه مخکښې هغۀ له واپس ورکوئ،
زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بېګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“
نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.
خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.
آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو،
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟