Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 34:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 34:4
20 Iomraidhean Croise  

او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.


ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.


نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.


څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.


بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.


نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.


خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.


ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو.


وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.


او دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.


ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.


کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan