3 راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.
په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.
بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.
بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.
څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې پُراَمنه خوشحالى کوى.
څوک چې ستا په لټون شى هغوئ دې ټول تا سره خوشحاله شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى او دوئ دې تل دا وائى چې، ”مالِک خُدائ لوئ دے.“
اے ټولو قومونو آواز پورته کړئ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،
زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.
ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه.
کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“