22 خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم.
بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم،
څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى، او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،
او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.
زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم، مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.
بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.
خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه او د دوئ ليندې به ماتې شينه
زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.
اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو.
کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.