21 بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.
نو اخىاب مړ شو. د هغۀ لاش سامريه ته يوړلے شو او ښخ کړے شو.
اخىاب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“
دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.
هغوئ دې ټول په شرم وشرميږى، څوک چې راپورې خندا کوى او ما پورې لګيږى.
زۀ به د هغۀ دشمنان د دۀ په مخکښې چخڼى کړم، زۀ به د هغۀ مخالفين سر د لاندې راګزار کړم.
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ.
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.
خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.
هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.
هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو.