2 په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى.
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ، او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.
هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے
تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.
مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو، مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.
خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
خو، ”هر څوک چې فخر کوى نو هغه دې په مالِک فخر وکړى.“