17 نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.
تقريباً هم هغه وخت حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ ورته يوه نښه وښودله چې هغه به روغ شى.
ګوره، خُدائ پاک به يو بېداغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.
او د هغوئ ګناهونه دې د تل دپاره د مالِک خُدائ په وړاندې وى، نو چې دغه شان د هغوئ يادګار د زمکې نه ورک کړى.
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.
ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.
بېکچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى، نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.
د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“
ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.