Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 34:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 34:15
12 Iomraidhean Croise  

نو اے زما خُدايه پاکه، مونږ ته وګوره او هغه دُعاګانې قبولې کړه چې په دې ځائ کښې شوې دى.


هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.


مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.


مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،


نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.


مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.


د بدو لاس په سر شئ، ښۀ کارونو ته ځان سپارئ، نو بيا به تاسو ټول عمر په دُنيا کښې اوسېږئ.


دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“


ځکه چې د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. خو مالِک خُدائ د هغوئ په خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan